پروان کې د فوټسال سیالۍ؛ افغاني سرې میاشتې اتلولي ترلاسه کړه
شنبه، ۱۵ جمادی الآخره ۱۴۴۷
پروان ولایت کې د بدني روزنې او فوټسال فدراسیون په نوښت د ۱۲ محلي لوبډلو تر منځ د پیل شوو سیالیو اتلولي د افغاني سرې میاشتې لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.
يادې سيالۍ، چې څلور اونۍ وړاندې د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې د ملاتړ او ورزش ته د ځوانانو د هڅونې په موخه په لاره اچول شوې وې، د افغاني سرې میاشتې او کهکشان پروان لوبډلو پای لوبې ته لار ومونده.
په يوه په زړه پورې لوبه کې د افغاني سرې میاشتې لوبډلې وکولی شول د کهکشان پروان لوبډلې ته د ۶ ګولونو په توپیر ستره ماته ورکړي او د سیالیو اتلولي خپله کړي.
د یادو سیالیو غوره لوبغاړی د افغاني سرې میاشتې د لوبډلې پیاوړی لوبغاړی زلمی ګلزار ونومول شو.
