پروان ولايت کې څه باندې ٦٢٠٠ ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۶ - ۱۰:۱۳
خبر

پروان ولايت کې څه باندې ٦٢٠٠ ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي!

د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتياپالانو د پروان ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٣٠١٢ ناروغانو ته د کتنې او اړتیا وړ درملو د ورکړې ترڅنګ ٤٥ تنه ټپیانو ته د پانسمان، ٦٩٦ مېرمنو او ماشومانو ته له بېلا بېلو ناروغیو د مخنیوي او واکسینونو د تطبیق، ١٢٥٥ کسانو ته د روغتیا ساتنې په اړه د اړینو مشورو او ٣١٨ مېرمنو ته د ولادت برخه کې د خدماتو وړاندې کولو سربېره د ٤٨٦ ماشومانو کتنه کړې او په خوارځواکۍ اخته ماشومانو ته یې د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي ورکړې دي، د دې ترڅنګ یې ٣٩٦ مېرمنو ته د کورنۍ د تنظیم برخه کې لازمې مشورې هم ورکړې دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۷:۳۰
Background image

ايراني سرې میاشتې د کونړ زلزله ځپلو لپاره ٤٥ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

شنبه، ۱۳ ربیع‌ الأول ۱۴۴۷ 
د کونړ ولایت زلزله ځپلو د لاسنيوي په موخه د ایراني سرې میاشتې  ۴۵ ټنه د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته، په افغانستان کې د یاد هېواد د سفیر ښاغلي علیرضا. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۱:۳۷
Background image

نورستان؛ زلزله ځپلو کورنیو سره بېړنۍ مرسته وشوه

شنبه، ۱۳ ربیع الأول ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د نورستان ولایت د واما ولسوالۍ په کوردر دره کې د وروستۍ زلزلې له امله له ۲۸ زیانمنو شوو کورنیو سره ۵ قلمه د خوراکي او غیر خوراکي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۱:۲۰
Background image

ارزګان؛ څه باندې ٩ زره اړمنو هېوادوالو ته روغتیايي اسانتياوې برابرې شوې دي

شنبه، ١٣ ربيع الأول ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د ارزګان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٨٤٥٠ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

BACK TO NEWS