هلمند!
نن شنبه د جمادی الثاني په ۱۴مه، د افغاني سرې میاشتې له لورې د هلمند ولایت باباجي ولسوالۍ کې، ۴۵ کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه. په یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته یوه خیمه، ۸ کمپلې، یو ترپال، یو سیټ د اشپز خانې لوخې، دوه د اوبو بوشکې او یو سیټ ژمنې البسه شامل وو.
