هلمند!
افغاني سرې میاشتې نن د صفر پر ۲۶ مه، د هلمند ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې ۵۰۰ د معیوبینو، یتیمانو او بې سرپرسته کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته چې د کويت هېواد له لوري چمتو شوې وه، ووېشله.په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو اوړه، ۲۴.۵ کیلو وریژې، ۱۰ لیټره غوړي، ۸ کیلو لوبیا، ۵ کیلو بوره، ۲ کیلو مالګه، ۱ کیلو شین چای او یو پاکټ بیسکټ شامل وو.


