هلمند!
د اړمنو او بېوزلو لاسنیوی د افغاني سرې میاشتې له لومړيتوبونو ګڼل کيږي، د هلمند ولایت په کجکي ولسوالۍ کې د بشري مرستې په موخه د ۵۰۰ اړمنو، مستحقو او بې ځايه شويو کورنيو سروی پای ته ورسېده او په نږدې وخت کې به تثبيت شويو کورنيو ته اړينه مرسته ورکړل شي.
