هلمند کې افغاني سرې میاشتې ۵۰۰ کورنیو ته د مرستو ویش پیل شو!

arcs_website_admin
جمعه ۱۴۰۰/۱۱/۱۵ - ۲۱:۱۲
آغاز مجدد روند مساعدت جمعیت هلال احمر افغانی برای ۵۰۰ فامیل در ولایت هلمند!

نن پنجشنبه د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د سلواغې پر ۱۴مه نېټه هلمند ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۲۵۰ کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو د مرستې پر ویش په هلمند ولایت کې ۵۰۰ کورنیو ته د مرستې ویش پیل شو.

یاده مرسته وچکالۍ ځپلیو، جنګ ځپلیو، بې وزله او بې سرپرسته کورنیو ته ویشل کېږي، چې پاتې ۲۵۰ کورنیو سره به سبا د جمعې په ورځ مرسته ترسره شي. په دې مرسته کې اته قلمه خوراکي توکي شتون لري، چې په کې یو ژمنی کیټ، یو نظافتي کیټ، ۵۰ کیلو اوړه، ۲۴.۵ کیلو وریژې، ۱۰ لیتره غوړي، ۵ کیلو بوره، ۷ کیلو لوبیا، ۱ کیلو چای، ۳ کیلو مالګه او یو ډبی بي پي ۵ بسکوټ شامل دي.

په ژمني کیټ کې ۱۴ جوړي جرابې، ۴ د ماشومانو کوټونه، ۲ د لویانو کوټونه، ۱ښځینه ټیکری، ۱ د سړیو پټو، ۲ جوړه بوټان، ۴ جوړې دستکشې شامل دي. په نظافتي کیټ کې د اوبو ۲ شل لیتره ډبې، ۱ د اوبو سطل، ۷ د ځان وینځلو ډیټول صابونونه، ۷ د کالیو وینځلو صابونونه او یو شمېر نور توکي شامل دي.

 

آغاز مجدد روند مساعدت جمعیت هلال احمر افغانی برای ۵۰۰ فامیل در ولایت هلمند!

 

آغاز مجدد روند مساعدت جمعیت هلال احمر افغانی برای ۵۰۰ فامیل در ولایت هلمند!

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۷:۱۵
Background image

غور؛ ۱۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته نغدي مرسته ورسول شوه

سې‌شنبه، ۲۵ ذوالقعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د غور ولایت په مرغاب، چارسدې او الفاروق ولسوالیو کې ۱۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته یو میلیون او ۵۷۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ورسول شوه.

دغ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۷:۱
Background image

کونړ کې د ورښتونو له امله ۳ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرسته ورکړل شوه

سې‌شنبه، ۲۵ ذوالقعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت د چپې درې ولسوالۍ د سینزیو کلي ۳ هغو کورنیو ته، چې د وروستیو ورښتونو له امله ورته ځاني او مالي زیانونه اوښتي وو، ۹۰. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۸:۲۰
Background image

کندز کې ۱۳۱۰ راستنو شویو کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ورسول شوه

دوشنبه، ۲۴ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ولاپت د مرکز په بېلابېلو سیمو کې ۱۳۱۰ راستنو شویو کډوالو کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ورسول شوه.

دغه مرسته. . .

BACK TO NEWS