هلمند ولایت کې ۴۵۰ کورنیو ته د روغتیا ساتنې توکي ووېشل شول!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱/۳۰ - ۷:۱۷
در ولایت هلمند برای ۴۵۰ خانواده مواد حفظه الصحه توزیع گردید!

یکشنبه د روان ۱۴۴۳ کال د رمضان المبارک میاشتې پر ۱۷ مه نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ غاړکۍ او زردیګې کلیو، سدول کاریز او یحیاخان کاریز ۴۵۰ سروې شویو اړمنو او بې کسه کورنیو ته د (ایکو) سازمان په مالي مرسته د (واش) پروژې ترچتر لاندې د روغتیا ساتنې توکي ووېشل شول.

په یادو مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۵ قلمه توکي، چې پکې

۱ بیک، ۱ سطل، ۲ د اوبو بوشکې ، ۵ ځان پاکونه ، ۱۰ کلچې ډیټول صابون، ۷ کلچې د کالیو وینځلو صابون، د غاښو کریمونه او برسونه ، ۲ بوتله شامپو، یوه صابون داني، یو تملود، ۲ بستې پمپر، ۲ متره ټوکر او یوه د مالوماتو پاڼه شامل وو.

 

در ولایت هلمند برای ۴۵۰ خانواده مواد حفظه الصحه توزیع گردید!

 

در ولایت هلمند برای ۴۵۰ خانواده مواد حفظه الصحه توزیع گردید!

 

در ولایت هلمند برای ۴۵۰ خانواده مواد حفظه الصحه توزیع گردید!

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۵:۴۳
Background image

ننګرهار؛ تېره یوه میاشت کې زرګونه ناروغان له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي

شنبه، ۲۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د ننګرهار ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۳۶۳۳۰ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۱۳:۵۱
Background image

کونړ؛ د ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د استنادي دېوال پروژه پیل شوه

جمعه، ۱۹ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت د دانګام ولسوالۍ په بیداد کلي کې د ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د کار په بدل کې د نغدو پیسو پروژه پیل شوه.

د دې پروژې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۱۳:۴۷
Background image

فراه؛ د افغاني سرې میاشتې فوټسال لوبډلې د دلارام ولایتي جام اتلولي خپله کړه

جمعه، ۱۹ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د فراه ولایت نماینده ګۍ د فوټسال لوبډلې د دلارام ولایتي جام سیالیو په پایلوبه کې د غوره لوبې په ترسره کولو سره د یاد جام اتلولي خپله کړه.

. . .

BACK TO NEWS