هلمند؛ د ځوانانو او رضاکارانو ښوونیز مرکز کې له زده کوونکو د کمپيوټر او اداري مهارتونو ازموینه واخیستل شوه

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۲:۱
هلمند؛ د ځوانانو او رضاکارانو ښوونیز مرکز کې له زده کوونکو د کمپيوټر او اداري مهارتونو ازموینه واخیستل شوه

سې شنبه، ۱۱ صَفَر ۱۴۴۷
هلمند کې د افغاني سرې میاشتې د ځوانانو او رضاکارانو په ښوونیز مرکز کې د اداري مهارتونو او کمپیوټر برخو کې له ۴۵۰ تنو هغو زده‌کوونکو د استعدادونو د ودې په موخه ازموینه واخیستل شوه، چې په شخصي ښوونیزو مرکزونو کې د فیس د ورکړې وس نه لري او په بېلابېلو برخو کې زده کړې ترسره کوي.
یادو زده کوونکو د اداري مهارتونو په ټولګیو کې درې او کمپیوټر برخه کې  شپږ میاشتنۍ زده کړې ترلاسه کړي، چې د درسونو له بشپړولو وروسته ترې ازموینه واخیستل شوه. 
د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې هم د یاد ولایت له ښوونیز مرکز څخه ۸۷  تنه زده کوونکي د کمپیوټر زده کړو له بشپړولو وروسته فارغ شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۳
Background image

تخار؛ د ۷۹ کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره څه باندې یو میلیون افغانۍ مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت په بهارک او اشکمش ولسوالیو کې ۷۹ کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا لپاره د دویم پړاو په لړ کې ۱ میلیون او ۲۷ زره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۶:۲۴
Background image

کندز؛ له ۱۲ راستنو شویو کورنیو سره د لنډمهالې سرپناه لپاره د خېمو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ښار په بېلابېلو ناحیو کې له ۱۲ راستنو شویو کډوالو کورنیو سره د خېمو مرسته وشوه.

یادې کورنۍ د استوګنې له ستونزو سره مخ وې، چې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۲۷
Background image

هرات؛ ۳ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۹۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت د پشتون زرغون ولسوالۍ د قلعه نوک او طاغونکوه کلیو ۳ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۹۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه.

یاده مرسته د. . .

BACK TO NEWS