هرات!
د افغاني سرې میاشتې ګرځند روغتیایي ټیم د هرات ولایت په رباط سنګي ولسوالۍ اړوندو کلیو کې له تېرو درې ورځو راهیسې ټولټال ۴۵۲ تنه زلزله ځپلو ته روغتیایي خدمات وړاندې کړي، چې له دې جملې یې ۴۲۷ تنو درملنه کړې او ۲۵ ټپيان یې پانسمان کړي. د افغاني سرې مياشتې ۱۳ ګرځنده روغتیایي ټیمونه د هرات ولايت په زلزله ځپلو سيمو کې، د زلزلې له پيله تر دې مهاله، وګړو ته د روغتيايي خدمتونو په وړاندې کولو بوخت دي.


