هرات!
د ربيع الثاني پر ۵مه، افغاني سرې مياشتې د هرات ولايت په رباط سنګي ولسوالۍ کې پر ۲۷۸ زلزله ځپلو کورنيو د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته ووېشله. په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۲ د غذايي موادو بستې، ۱ کمپله، ۱ د پخلنځي د توکو سيټ، ۱ ترپال، ۲ د اوبو بوشکې شاملې وو.


