هرات!
افغاني سرې میاشتې د هرات ولایت د رباط سنګي ولسوالۍ په کاریز جهان، خوله مرغ سفلی او خوله مرغ علیا کلیو کې نن د ربیع الثاني په لومړۍ نیټه، پر ۲۴۰ زلزله ځپلو کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشله.د هرې کورنۍ په مرسته کې ۵۰ کیلو اوړه، ۳ کمپلې، ۱ پلاستیکي فرش او ۲ ترپالونه شامل وو. له دې وړاندې، تېره ورځ هم افغاني سرې میاشتې ۴۲۲ زلزله ځپلو کورنیو سره ورته مرسته ترسره کړې وه.


