هرات!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۳۰ - ۱۰:۱۴
هرات!

غوریها، مسجد چوبي، کمرزرد او کندل بست په هرات ولايت کې د کرخ ولسوالۍ لرې پرتې سيمي دي چې وګړي يې روغتیايي مرکزونو ته لازم لاسرسی نه لري. افغاني سره میاشت له روغتیایي خدماتو بې برخو وګړو ته د ګرځندو روغتیایي ټیمونو پر مټ خدمات ترسره کوي. په ياده ولسوالۍ کې هم د افغاني سرې میاشتې ګرځند روغتیایي ټیم شتون لري، ياد ټيم په تیره صفر میاشت کې د کرخ ولسوالۍ په يادو لرې پرتو سيمو کې ټولټال ۲۸۰۷ هېوادوالو ته روغتيايي وړيا خدمات ترسره کړي، چې له دې جملې يې ۹۱۹ ناروغانو کتنه او وړیا درملنه کړې، ۴۳ ټپیان یې پانسمان کړي، ۱۷۶ ماشومانو او ښځینه ناروغانو ته یې بېلا بېل واکسینونه تطبیق کړي، ۲۶۷ ميندو ته يې د مور او ماشوم روغتیا ساتنې په اړه خدمات کړي او ۱۴۰۵ وګړو ته يې د روغتیا ساتنې په اړه لازمې لارښوونې او سپارښتنې کړي.

kk

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS