هرات!
د افغاني سرې میاشتې نن د صفر په ۱۷ مه، هرات ولایت ګرځنده روغتیایي ټیمونو نویو ګمارل شویو کارکوونکو ته د روغتیایي معلوماتو او لومړنیو مرستو په تړاو پنځه ورځنې ورکشاپ پیل کړ. د ورکشاپ ګډونوالو ته به د افغاني سرې میاشتې د تاریخچې، بنسټيزو اصولو، نښان، موخو او بشري خدمتونو په اړه معلومات ورکړل شي او د یادو ټیمونو کارکوونکو ته به په ساحه کې د کار کولو څرنګوالی تشریح کړل شي.
