هرات!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۱ - ۹:۳۸
هرات!

افغاني سره مياشت دا مهال په ټول هېواد کې شپږ مرستونونه لري، چې زرګونه بې سرپرسه کورنيو او وګړو ته په کې د ژوند ټولې اسانتياوې په پام کې نيول شوې دي. په يادو مرستونو کې دوه ډوله مشمولين تر پوښښ لاندې نيول کېږي،چې يو يې کورني او بل يې بهرني مشمولين دي. د پورته ذکر شويو مرستونو له ډلې يو هم د هرات ولايت مرستون دی، چې څه د پاسه زر تنه بې سرپرسته هېوادوالو ته په کې خدمات ترسره کېږي.د افغاني سرې مياشتې هرات مرستون په تېره يوه مياشت کې ټولټال ( ۹۲) بې سرپرسته وګړو ته په مرستون کې دننه، (۹۴۵) تنو ته په خپلو کورونو او ۱۵۱ کورنيو سره د مياشتنۍ نغدي مرستې خدمات ترسره کړي. په نغدي مرسته کې هرې کورنۍ سره د ۵۰۰۰ افغانۍ ورکول شوي، چې ټولټال (۷۵۵۰۰۰) اوه سوه پېنځه پنځوس زره افغانۍ کېږي.

kk

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS