هرات!
د زلزله ځپلو لاسنيوی د افغاني سرې میاشتې کاري وجيبه ده، په همدې بنسټ نن د ربیع الثاني پر ۱۳مه، افغاني سرې مياشتې د هرات ولایت د رباط سنګي او زنده جان ولسوالیو په اړوندو کلیو کې پر ۱۳۳ زلزله ځپلو کورنیو ۱۳۳ خيمې ووېشلې، چې هرې کورنۍ ته يوه خيمه ورسېدله.


