هرات؛ د ځان بسياينې په موخه بېسرپرسته کورنیو ته اوزې او چرګې ورکړل شوې

سې شنبه، ۱۸ صَفَر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د لویدیځ زون مرستون له لوري د هرات ولایت، انجیل ولسوالۍ په کدستان کلي کې پر ۱۲ بې سرپرسته کورنیو د دوه سوه شپاړس زره (۲۱۶،۰۰۰) افغانیو په ارزښت شیدې ورکوونکې اوزې او چرګې ووېشل شوې.
یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته د ۱۸،۰۰۰ افغانیو په ارزښت ۲ چرګې، یوه اوزه او د هغو د ښې پالنې په موخه ۲۲۰ کیلو خوراکه ورکړل شوه.
د یادونې وړ ده، چې د یادې مرستې موخه د بې سرپرسته کورنیو پر ځان بسیا کول او د ژوند د لومړنیو اړتیاوو پوره کول دي.