نړیوال فدراسیون: په دې بحراني حالت کې د افغاني سرې میاشتې هر اړخیز ملاتړ ته ژمن یو

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۷:۴۹
نړیوال فدراسیون: په دې بحراني حالت کې د افغاني سرې میاشتې هر اړخیز ملاتړ ته ژمن یو

سې شنبه، ۹ ربیع الاول ۱۴۴۷ 
کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو کې د زلزله ځپلو هېوادوالو د لاسنیوي او ورته د بېړنیو مرستو برابرولو په موخه په عملیاتي چارو کې د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال مرستیال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام، په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون له مشر ښاغلي جُی سینګال او د پروګرامونو له مسئول ښاغلي احمد سلیمان سره وکتل.  
کتنه کې، ښاغلي عبدالسلام د نړیوال فدراسیون د مرستو مننه وکړه او د ختیځ زون په کچه یې د اوښتو مالي او ځاني زیانونو په برخه کې د معلوماتو وړاندې کولو سربېره زیاته کړه، چې پېښه ډېره لویه ده او زلزله ځپلي پراخو بشري مرستو ته اړتیا لري. 
 دغه راز ښاغلي سینګال زلزله ځپلو ته د هر اړخیزو بشري مرستو برابرولو ډاډ وړاندې کړ، د زیانمنو شوو افغانانو لاسنیوی یې د ټولو انساني مسئولیت یاد کړ او د افغاني سرې میاشتې د هر اړخیز ملاتړ  ژمنه یې وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۴:۱۹
Background image

د روغتیایي خدمتونو د پنځه کلنې ستراتیژۍ د لا پراختیا په موخه روزنیز ورکشاپ پیل شو

دوشنبه، ۲۷ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې روغتیایي خدماتو د لا پراختیا او اغېزمنتیا په موخه د مرکز او ولایتونو ۵۵ تنو روغتیاپالانو ته څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ، د سکرتر جنرال. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۰:۵۸
Background image

لوګر؛ زرګونو ناروغانو ته روغتيايي اسانتياوې برابرې شوې دي

دوشنبه، ٢٧ ربيع الآخر ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د لوګر ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٣٧٢٩ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۸:۱۱
Background image

کونړ؛ له زلزله ځپلو کورنیو سره دوه ویشت نیم میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه

یکشنبه، ۲۶ ربیع الآخر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ د مزار درې اړوند په بېلابېلو کلیو کې له ۱۵۰۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره. . .

BACK TO NEWS