نړيوالو کاري شريکانو سره د کونړ زلزله ځپلو ته د بېړنيو مرستو په موخه د همغږۍ ناسته وشوه

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۹:۵۳
نړيوالو کاري شريکانو سره د کونړ زلزله ځپلو ته د بېړنيو مرستو په موخه د همغږۍ ناسته وشوه

چهارشنبه، ۱۰ ربیع الأول ۱۴۴۷ 
په کونړ کې د وروستۍ مرګونې زلزلې له امله د زیانمنو شوو هېوادوالو لپاره د بېړنيو مرستو د چمتو کولو په موخه، د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، په افغانستان کې د آی سي آر سي د مشرې آغلې کترینا ریټز، د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون د مشر ښاغلي جُی سینګال، مرستیالې آغلې هُما نادر او مل پلاوي ترمنځ د همغږۍ ناسته وشوه. 
ناسته کې د زلزله‌ ځپلو وضعیت و ارزول شو او د زيانمنو د بېړنيو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د همکارۍ پر پراخېدو ټینګار وشو. 
ښاغلي دلاور د نړیوالو کاري شریکانو په ځانګړي ډول د آی سي آر سي او نړیوال فدراسیون له دوامداره ملاتړ مننه وکړه او د نورو پراخو بشري مرستو غوښتنه یې وکړه.
ورپسې آغلې کترینا ریټز او ښاغلي جُی سینګال زیانمنو وګړو ته د افغاني سرې میاشتې د خدمتونو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، چې چمتو دي د افغاني سرې میاشتې له لارې د زلزله ځپلو افغانانو بشپړ ملاتړ او لاسنیوی وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۲:۱۵
Background image

بامیان؛ رضاکارانو ته د رواني لومړنيو روغتيايي مرستو په اړه مسلکي روزنیز ورکشاپ ورکړل شو

پنجشنبه، ۱١ ربیع الأول ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د بامیانو ولایت په نمایندګۍ کې ۱۰ تنو رضاکارانو ته د رواني لومړنيو روغتيايي مرستو  تر عنوان لاندې دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۱:۳۸
Background image

زابل، زرګونو ناروغانو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې شوي دي

پنجشنبه، ۱١ ربیع الأول ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې روغتیايي پرسونل په تېرو ۴ اونیو کې د زابل ولایت په کچه زرګونه ناروغانو ته بېلابېل روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي.
په یاده موده کې له ۸۸۸۴. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۰:۱۱
Background image

کونړ کې ۵۰ زلزله ځپلو کورنیو ته خېمې نصب شوې

پنجشنبه، ۱۱ ربیع الأول ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ په دیوه ګل دره کې د وروستۍ زلزلې له امله هغو ۵۰ زیانمنو شوو کورنیو ته چې کورونه یې په بشپړ ډول نړېدلي. . .

BACK TO NEWS