نورستان !
د نورستان ولایت د کامدیش ولسوالۍ په کوټیا دره کې د وروستیو سیلابونو له امله ٥٤ زیانمنو شویو کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې له لوري د بیړنیو توکو مرسته وشوه. په یاده مرسته کې خیمې، کمپلې، د پخلنځي لوښي او د اوبو د ذخیره کولو وسایل شامل وو.
