نورستان ولایت کې پر اړمنو، بېوزلو او راستنو شویو کډوالو کورنیو د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کېدو په موخه د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۱۹:۱۳
خبر

نورستان ولایت کې پر اړمنو، بېوزلو او راستنو شویو کډوالو کورنیو د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کېدو په موخه د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه!

نن شنبه د ذو القعدې د میاشتې پر ۱۲مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د نورستان ولایت مرکز پارون کې پر ۳۷۰ هغو کورنیو چې اړمنې، بېوزلې او له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنې شوې وې؛ د دوی د ورځني ژوند د سمبالتیا  په موخه د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.

یاده مرسته چې د ترکیې د سرې میاشتې په مالي همکارۍ چمتو شوې وه، هرې کورنۍ ته دوه کارتنه بېلابېل خوراکي توکي، ۲ بستې مختلف النوعه البسه او ۲ د روغتیا ساتنې بستې ورکړل شوې.

د دې مرستې په ترلاسه کولو سره به د یادو کورنیو اقتصادي ستونزې تر یو حده حل او تر څه وخته به د ژوند د اړتیاوو له لحاظه  پر ځان بسیا شي.

افغاني سره میاشت تل د محتاجو هېوادوالو لاسنیوي ته ژمنه ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۷:۲۲
Background image

زابل؛ د کمپیوټر په برخه کې ۳۱ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

دوشنبه، ۱۴شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د زابل ولایت د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز د کمپیوټر په برخه کې ۳۱ زده کوونکي د لنډمهاله زده کړو او هڅو وروسته بریالۍ پایلې ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۵:۲۲
Background image

د افغاني سرې میاشتې د مرستیال په مشرۍ د اداري پروسو د ساده کولو په اړه ناسته ترسره شوه

دوشنبه، ۱۴ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن په مشرۍ د مرکزي دفتر اړوندو ریاستونو او مستقلو آمریتونو له مسؤولینو سره د اداري پروسو د ساده کولو او د چارو پر. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۵:۱۹
Background image

افغاني سرې میاشتې پروان کې د واورې له امله زیانمنې کورنۍ سره بېړنۍ مرسته وکړه

یکشنبه، ۱۳ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د پروان ولایت د سیاګرد ولسوالۍ په یخدرې سیمه کې د واورې د ورښت له امله یوې زیانمنې کورنۍ سره د لنډمهالې سرپناه د برابرولو په موخه ۴. . .

BACK TO NEWS