نورستان او کندهار!
د افغاني سرې میاشتې له لورې د نشراتي ناستو په لړ کې، د روان ۱۴۴۴ کال د جمادی الثاني په ۳مه د نورستان ولایت واما ولسوالۍ کې ۸۰ تنه مدرسې زده کوونکو ته نشراتی غونډه جوړه شوه. په یاده غونډه کې د نشراتو مدیر له لورې ګډونوالو ته د افغاني سرې میاشتې او غورځنګ تاریخچه، اصول، نښانونه، او د افغاني سرې میاشتې چوپړونه تشریح شول. همداراز د یادې ټولنې نشراتو مدیریت کندهار ولایت کې د ښوونیز مرکز ځوانانو، رضاکارانو او زده کوونکو ته درې میاشتنۍ مجلې وویشلې.
