ننګرهار!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۸ - ۲۱:۵۶
ننګرهار!

نن د رجب المرجب پر ۱۶مه د افغاني سرې میاشتې له لوري ننګرهار ولایت کې د ختیځ زون په کچه د رواني ناروغانو لپاره د لیونتون پرانیسته وشوه، چې په کې به د ۱۵۰ رواني ناروغانو د ساتنې ترڅنګ د دوی درملنه او پالنه هم کېږي. غونډې ته د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص په خپله وینا کې وویل "له ډېره وخته مو هوډ و، چې د هېواد په کچه د رواني ناروغانو د درملنې او ساتنې مرکزونه ایجاد کړو؛ له نیکه مرغه وتوانیدو نن خپل هوډ ته د عمل جامه ور واغوندو او په ننګرهار ولایت کې د ختیځ زون په کچه د نارینه او ښځینه رواني ناروغانو د ساتنې، پالنې او درملنې مرکز پرانیزو". نوموړي وویل "مونږ هڅه کوو ددې مرکز له لارې د هغو بې وسو وګړو لاسنیوی وکړو، چې د خپلې کورنۍ د رواني ناروغانو درملنه، پالنه او ساتنه نشي کولی؛ مونږ څو نورو زونونو کې هم دغه ډول مرکزونه ایجاد کړي" ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص وویل "پر بډایه وګړو غږ کوم، چې یو او بل ته لاس ورکول دا کړیدلی ولس له کړاوونو او بېوزلۍ ژغورلی شي؛باید بډایه وګړي د ولس د بېوزلو وګړو لاسنیوی وکړي، ځکه ددې هېواد د بېوزلو مرسته یوازې د حکومت او بهرنیو مرستندویو ادارو مسؤلیت ندی، بلکې باید د هېواد بډایه وګړي هم د اړمنو لاسنیوی وکړي". نوموړي وویل "د بهرنیو مرستې مونږ په پښو نشي درولی؛ باید په خپله لاس په کار شو او دا ولس وژغورو". ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص وویل، چې ډېر زر به په ننګرهار ولایت کې له سوالګرو سره د میاشتینۍ نغدي مرستې بهیر پیل کړي غونډې ته د یو شمېر نورو مسؤلینو ترڅنګ د افغاني سرې میاشتې د کورنۍ پلټنې رئیس مولوي محمد نسیم احمدي په خپلو خبرو کې وویل "مونږ به په دې مرکز کې د رواني ناروغانو پالنه او درملنه د خپلو کورنیو له غړو هم ښه کوو". غونډې ته د ننګرهار د امنیه قومندانۍ مرستیال شیخ تاج الدین او د ننګرهار ولایت استازي مولوي عارف او یو شمېر نورو مسؤلینو په خپلو ویناو کې له افغاني سرې میاشتې سره د همکارۍ ډاډ ورکړ. د غونډې په پای کې هغو وګړو ته ستاینلیکونه ورکړل شول، چې ددې مرکز د امورو په ترسره کولو کې یې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کړې وې.

ننگرهار!

 

ننگرهار!

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۶:۵۹
Background image

خوست؛ ۱۳۱ داخلي بېځایه شوې کورنۍ د غیر خوراکي توکو له مرستې برخمنې شوې

یکشنبه، ۷ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوست ولایت په ګربزو ولسوالۍ کې ۱۳۱ داخلي بېځایه شوې کورنۍ د غیر خوراکي توکو له مرستې برخمنې شوې.

یاده مرسته د نړیوال سره صلیب له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۴:۳
Background image

پکتیا کې ۶۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو سره د څښاک پاکو اوبو مرسته وشوه

یکشنبه، ۷ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیا ولایت د ځاځي آریوب ولسوالۍ له ۶۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو سره د څښاک پاکو اوبو ۳۶۰۰ بستې مرسته وشوه.

یاده مرسته د ملي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۳:۴۴
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې د انجینرۍ دوو بستونو لپاره تحریري ازموینه واخیستل شوه

یکشنبه، ۷ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د دوو بستونو (د ودانیو ډیزاین انجینر او د سروې او نقشه ‌بردارۍ انجینر) لپاره د وړ او مسلکي کسانو د ګومارنې په موخه له. . .

BACK TO NEWS