ننګرهار او کندهار کې راستنېدونکو کډوالو ته د خدمت بدل کې پر کاريګرو ٧٣٢ زره افغانۍ ووېشل شوې

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۶:۲۲
ننګرهار او کندهار کې راستنېدونکو کډوالو ته د خدمت  بدل کې پر کاريګرو ٧٣٢ زره افغانۍ ووېشل شوې

چهارشنبه، ۱۳ محرم الحرام ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د ننګرهار ولايت د تورخم په عمري پنډغالي کې پر ۴۰ تنو او د کندهار ولایت د تخته پل ولسوالۍ په انځرګي پنډغالي کې پر ۲۱ تنو کاریګرو د پیسو په بدل کې د کار پروژو کې اووه سوه، دوه دېرش زره (۷۳۲،۰۰۰) افغانۍ ووېشل شوې، چې هر یو کاریګر ته ۱۲،۰۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.

کاريګرو ته يادې پيسې د پنډغالو د پاکوالي، راستنېدونکو کډوالو ته د عامه پوهاوي او له کډوالو سره د انتقالاتو په چارو کې د همکارۍ په بدل کې ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۸:۵
Background image

تخار؛ ۵۰ سېلاب ځپلې کورنۍ د ۵۲۵ زره افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې

چهارشنبه، ۱ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت په نمک‌ آب او چال ولسوالیو کې ۵۰ سېلاب ځپلې کورنۍ د ۵۲۵ زره افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې.

یاده مرسته د ملي ټولنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۴۸
Background image

ارزګان او لغمان کې له ۳۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره شاوخوا ۳.۷ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه

چهار شنبه، ۱ محرم ۱۴۴۸ هـ ق

د افغاني سرې میاشتې له لوري د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ او خاص ارزګان ولسوالۍ کې له ۲۵۰ او د لغمان ولایت په مرکز مهترلام او علینګار ولسوالۍ کې له ۱۰۰. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۶
Background image

کابل؛ ۴۰ رغېدلي رواني ناروغان خپلو کورنیو ته وسپارل شول

چهارشنبه، ۱ محرم الحرام ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د روغتیا ریاست اړوند د کابل د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز څخه ۴۰ تنه رغېدلي رواني ناروغان، چې ۲۸ تنه یې نارینه او ۱۲ تنه. . .

BACK TO NEWS