ننګرهار؛ د سترګو د پردو جراحي عملیاتو پنځه ورځنی وړيا بهير پيل شو

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۱۹:۵۵
ننګرهار؛ د سترګو د پردو جراحي عملیاتو پنځه ورځنی وړيا بهير پيل شو

یکشنبه، ۷ ربیع الأول ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې په همغږۍ او د ملک سلمان خیریه مرکز په مالي ملاتړ، د البصر نړیوال خیریه بنسټ له لوري په ننګرهار ولایت کې د سترګو د پردو په رنځ اخته ناروغانو د درملنې او جراحي عملياتونو پنځه ورځنی بهیر د ختیځ زون د رئیس مولوي قمر ګل نصرت، د نمایندګۍ رئیس الحاج مولوي فضل الرحمن فیاض، د ننګرهار د والي مرستیال مولوي عزیزالله مصطفی او د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس الحاج مولوي امین الله شریف په شتون کې پیل شو.
د پروګرام د پرانیستې پر مهال د ختیځ زون رئیس مولوي قمرګل نصرت ګډونوالو ته د سترګو د عملیاتونو د یاد بهیر په تړاو هر اړخیز معلومات ورکړل.
همدا راز د ننګرهار ولایت مرستیال والي مولوي عزیزالله مصطفی د افغاني سرې میاشتې د فعالیتونو ستاینه وکړه او د سترګو د عملیاتونو د دې بهیر ترڅنګ یې ټول فعالیتونه د هېوادوالو لپاره ګټور او مؤثر وبلل.
د یادونې وړ ده، چې د پنځه ورځو په ترڅ کې به په یاد ولایت کې ۴۰۰ تنو ته د درملنې او جراحي عملیاتونو ترڅنګ، ۵۰۰۰ تنو ته معاینات او ۱۰۰۰ تنو ته د سترګو د کمزورۍ لپاره عینکې هم ورکړل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۶:۵۳
Background image

جوزجان کې د افغاني سرې میاشتې له ښوونیز مرکز څخه ۸۳ زده کوونکي فارغ شول

پنجشنبه، ۲۳ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د جوزجان ولایت د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۸۳ زده کوونکي د اسلامي زده کړو، انګلیسي او دري ژبو، کمپیوټر او ریاضي په برخو کې د درې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۶:۴۲
Background image

کندز: افغاني سرې میاشتې د شمال ختیځ زون په انګړ کې ۳۰۰ ونې کېنولې

پنجشنبه، ۲۳ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې کندز ولایت کې د شمال ختیځ زون ریاست په انګړ کې ۳۰۰ اصله مېوه لرونکې او غیر مېوه لرونکې ونې کېنولې.
دغه ونې د چاپېریال ساتنې او زرغونتیا په موخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۱۵
Background image

هرات کې زرګونه ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتیايي خدمتونو برخمن شوي دي

پنجشنبه، ٢٣ رمضان ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د هرات ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ١٣١٤٨ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

BACK TO NEWS