میدان وردګ!
افغاني سرې میاشتې د جمعې په ورځ د صفر د مياشتې په ۱۵ مه، د میدان وردګ ولایت په مرکز میدان ښار کې ۳۰۰ سیلاب ځپلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته چې د کویټ هیواد لخوا چمتو شوی وه ترسره کړه.هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو اوړه، ۲۴,۵ کیلو وریجې، ۱۰ لیتره غوړي، ۸ کیلو لوبیا، ۵ کیلو بوره، ۲ کیلو مالګه، ۱ کیلو شین چای او یو پاکټ بیسکوټ ورکړل شول.
