میدان وردګو کې د ورښتونو ۲۴۰ زیانمنو کورنیو ته څه باندې ۲.۵ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې
دوشنبه، ۲۰ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت د مرکز میدان ښار او نرخ ولسوالۍ پر ۲۴۰ کورنیو دوه میلیونه او پنځه سوه شل زره (۲،۵۲۰،۰۰۰) افغانۍ ووېشل شوې.
دغه کورنۍ چې د تېرو سختو ورښتونو له امله زیانمنې شوې وې، هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
دا مرسته د یادو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د اساسي ستونزو د کمولو په موخه ترسره شوه.
افغاني سره میاشت تل هڅه کوي، چې د پېښو له امله د زیانمنو شوو لاسنیوي او ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي.
