میدان وردګ؛ ۴۸ زده کوونکي د لنډمهاله زده کړو وروسته له ښوونیز مرکز څخه فارغ شول
چهارشنبه، ۳۰ جمادیالأولی ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې د میدان وردګ ولایت د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۴۸ تنه زده کوونکي د انګلیسي، کمپیوټر او ریاضي په برخو کې د پنځه میاشتنیو زده کړو له بشپړېدو وروسته فارغ شول.
اوس مهال په دغه مرکز کې ۲۳۰ تنه هغه زده کوونکي په بېلابېلو برخو کې لنډمهاله وړیا زده کړې ترلاسه کوي، چې په شخصي ښوونیزو مرکزونو کې د فیس ورکولو توان نه لري.
افغاني سره میاشت د خپلو ۳۷ ښوونیزو مرکزونو له لارې اړمنو ځوانانو ته د وړیا زده کړو او مسلکي مهارتونو د ترلاسه کولو زمینه برابروي، څو د زده کړو او مهارتونو له لارې په ټولنه کې فعال او ګټور رول ولوبوي.
