ميدان وردګ؛ د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې ده
سې شنبه، ٧ رمضان ١۴۴٧
د افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د ميدان وردګ ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ١٨٤٩ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې، ټپونو د پانسمان، واکسینونو د تطبیق، خوارځواکۍ، له زېږون وړاندې او وروسته د اړینو روغتیايي مشورو او کورني پلان د تنظیم ترڅنګ ٢٨٢٣ ناروغانو ته د لازمو روغتیايي مشورو وړاندې کولو برخه کې خدمتونه ترسره کړي دي.
