لوګر!
د افغاني سرې مياشتې سرپرست عمومي رئيس ښاغلي مولوي مطيع الحق خالص نن د صفر د مياشتې پر ۲۱مه د لوګر ولايت د مرکز اړوند کلنګار کې په سید محمود کلي کې د يو فرعي روغتيايي کلينيک د جوړښت ډبره کېښوده. د ډبرې ايښودنې مراسمو کې ښاغلي مولوي مطيع الحق خالص له هغه شخص مننه وکړه،چې یاد کلینیک ته يې خپله ځمکه وقف کړې وه. نوموړي وویل "مونږ هغه هېوادوال ستایو، چې خپله په فقر کې ژوند کوي خو نورو ته خير رسوي". نوموړي وویل "افغاني سره مياشت د کوم قوم ټولنه نه ده، بلکې دا د ټول ملت شريکه ټولنه ده او د مشکلاتو په وخت کې بايد پرې غږ وشي او لاس ورکول شي" ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص وويل "زموږ ولس څلوېښت کاله جنګونو، اقتصادي بندیزونو، ناخوالو او مشکلاتو ځپلی؛ ځکه خو پراخ لاسنيوي ته اړتيا لري، موږ د خپل ولس د لاسنيوي لپاره هر ډول هڅو ته دوام ور کوو، پر نړيوالو مو د خپل ولس د مرستو لپاره تل غږ کړی او دا خپله وجيبه ګڼو".نوموړي وویل "موږ د امبولانس خدماتو پر موضوع کار کوو او هڅه مو ده، چې ټولو ولايتونو کې د امبولانس خدمات پیل کړو".


