لوګر ولایت کې په میاشتني توګه ۲۹۵۷ وګړو ته روغتیایې خدمات!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۷ - ۱۴:۵۲
لوګر ولایت کې په میاشتني توګه ۲۹۵۷ وګړو ته روغتیایې خدمات!

د افغاني سرې میاشتې ګرځنده روغتیایې ټیم د رجب په مياشت کې، ټول ټال ۲۹۵۷ تنه وګړو ته په بیلابیلو برخو کې روغتیایي خدمات وړاندې کړي، چې له دې جملې ۱۲۰۰ تنه ناروغانو معاینه او تداوي، ۶۵ تنه واکسین، ۱۲ تنه پانسمان کړي. همدارنګه يي ۱۶۸۰ تنو ته د روغتیا اړوند اړينې لارښوونې کړي دي. د یادونې وړ ده چې افغاني سره میاشت د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې لسګونه ګرځنده روغتیایي ټیمونه لري، چې په وړیا ډول په لرې پرتو سیمو کې، بیوزله هېوادوالو ته روغتیایې خدمات وړاندې کوي.

 

لوګر ولایت کې په میاشتني توګه ۲۹۵۷ وګړو ته روغتیایې خدمات!

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۵:۴۳
Background image

ننګرهار؛ تېره یوه میاشت کې زرګونه ناروغان له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي

شنبه، ۲۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د ننګرهار ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۳۶۳۳۰ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۱۳:۵۱
Background image

کونړ؛ د ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د استنادي دېوال پروژه پیل شوه

جمعه، ۱۹ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت د دانګام ولسوالۍ په بیداد کلي کې د ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د کار په بدل کې د نغدو پیسو پروژه پیل شوه.

د دې پروژې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۱۳:۴۷
Background image

فراه؛ د افغاني سرې میاشتې فوټسال لوبډلې د دلارام ولایتي جام اتلولي خپله کړه

جمعه، ۱۹ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د فراه ولایت نماینده ګۍ د فوټسال لوبډلې د دلارام ولایتي جام سیالیو په پایلوبه کې د غوره لوبې په ترسره کولو سره د یاد جام اتلولي خپله کړه.

. . .

BACK TO NEWS