لغمان
د جمادی الاولی په ۱۴مه د افغاني سرې میاشتې د مجامع ولایتي ریاست پلاوي له لورې، د لغمان ولایت بادپښ ولسوالۍ کې، د علمای کرامو، ځوانانو، محصلینو او قومي مشرانو پنځه کسیزه شورا جوړه شوه. د یادونې وړ ده چې تېره ورځ هم د یاد ولایت په علینګار ولسوالۍ کې پنځه کسیزه شورا جوړه شوه هيره دې نه وي چې په پاتې ولسوالیو او د مرکز په ناحیو کې به هم ډیر ژر ورته شوراګانې جوړی شي، چې په راتلونکې کې به د افغاني سرې میاشتې په کړنو کې فعاله ونډه ولري.
