لغمان

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۱/۶/۲۶ - ۱۲:۱۱
لغمان:

وروستیو غیر موسمي ورښتونو په لغمان ولایت کې څو ځل د سر او مال زیانونه واړول او سلګونه کورنۍ یې وځپلې. د افغاني سرې میاشتې رضاکاران او کارکوونکي د تل په څېر زیانمنو سیمو ته د ژغورنې په عملیاتو کې د ونډې د اخیستو په موخه ورغلل او د زیانمنو لاسنیوی یې وکړ. په تېرو دوه میاشتو کې افغاني سرې میاشتې لغمان ولایت کې له سلګونو سیلاب ځپلو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې کړي.

د یادې مرستې په تعقیب افغاني سرې میاشتې نن د صفرالمظفر پر ١٩مه د لغمان ولایت د مرکز اړوند ٣٠٠ سیلاب ځپلو کورنیو ته ٨ قلمه خوراکي توکي وویشل.په یادو مرسته شوو توکو کې هرې کورنۍ ته ١٠٠ کیلو اوړه، ٢٤.٥ کیلو وریژې، ١٠ لیتره غوړي، ٨ کیلو لوبیا، ٥ کیلو بوره، ١ کیلو چای، ٢ کیلو مالګه او یوه بسته بسکټ شامل دي.

 

لغمان:

 

لغمان:

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۷:۳۱
Background image

کابل؛ د مالي محاسبې شپږ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

دوشنبه، ۲۷ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د مالي ریاست، کنټرول آمریت او مرکزي روغتون ٢٠ تنو کارکوونکو ته د مالي محاسبې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ د تصدیق‌ پاڼو په وېشلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۴:۱۲
Background image

کابل؛ د رسنیو د څار درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

یکشنبه، ۲۶ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د اطلاعاتو او خپرونو ریاست له لوري د سیمه‌ ییزو دفترونو، نماینده‌ګیو او مرکزي دفتر نشراتي کارکوونکو لپاره د رسنیو د څار او نقشې جوړونې په اړه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۹:۲۷
Background image

نیمروز کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

شنبه، ۲۵ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د نیمروز ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۹۸۷ تنو ناروغانو ته د معاینې، درملو د ورکړې، د. . .

BACK TO NEWS