لغمان کې په ټولنه کې د افغاني سرې میاشتې د استازو پرانیست غونډه ترسره شوه!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱ - ۱۰:۴۹
لغمان کې په ټولنه کې د افغاني سرې میاشتې د استازو پرانیست غونډه ترسره شوه!

لغمان ولایت کې د افغاني سرې میاشتې په ولایتي ریاست کې د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص له لوري په ټولنه کې د افغاني سرې میاشتې د استازو پرانیست غونډه د ټولنې، ولسي وګړو او د افغاني سرې میاشتې تر منځه د اړیکو د پیاوړتیا په موخه ترسره شوه. ناستې ته د وینا پر مهال د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص ګډونوالو ته له ښه راغلاست وروسته وویل، چې لغمان ولایت ته یې له راتګ او نننۍ ناستې موخه داده، چې څنګه د ولس د بې وسه او بې کسو وګړو غږ د افغاني سرې میاشتې تر مسؤلینو ورسېږي او د افغاني سرې میاشتې خدمات تر ولسه سالم، شفاف او پر وخت وي. نوموړي وویل مونږ مسؤلیت لرو، چې د ولس په منځ کې اړمنو ته لاس ورکړو او باید ولس وپوهېږي، چې افغاني سره میاشت د دوی د غږ د اوریدو ځای دی. ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص په ولسونو کې د افغاني سرې میاشتې د استازو د ایجاد د بهیر د پیل په اړه وویل، چې هوډ لرو د هېواد په هره ولسوالۍ کې ٥ تنه استازي ولرو، دوی په ولایتي کچه استازي وټاکي او هغوی د افغاني سرې میاشتې مرکزي دفتر ته استازي ور وپېژني او له دې لارې د افغاني سرې میاشتې چارې او بشري خدمات ښه پر وخت او شفاف ترسره شي. نوموړي وویل چې د یادو استازو مسؤلیت دی، چې په ولس کې بې کسه وګړي مونږ ته را وپېژنئ؛ ترڅو لاسنیوی یې وشي. ښاغلي خالص له ولسوالیو راغلیو استازو ته وویل، چې تاسې په ولس کې زمونږ سترګې یئ او زمونږ غږ به تر ولسه رسوئ او د ولس غږ به له مسؤلینو سره شریکوي نوموړي وویل، چې په ټولنه کې د استازو د ایجاد پروسه یې ځکه ایجاد کړې، چې وکړی شي ولس ته سالم او پر وخت بشري خدمات ترسره کړي. غونډې ته د افغاني سرې میاشتې د کورنۍ پلټنې رئیس مولوي محمد نسیم احمدي وویل، چې د افغاني سرې میاشتې کاري وجیبه ده، چې د رښتینو اړمنو لاسنیوی وکړي او باید دغه رښتیني اړمن د ولس له منځه د افغاني سرې میاشتې انتخاب شوي استازي مسؤلینو ته ور پیدا کړي. د ولایتي مجامعو رئیس مولوي طیب مبارک غونډې ته د افغاني سرې میاشتې د فعالیتونو له پېژندنې وروسته وویل د ولسوالیو په کچه انتخاب شوي استازي به وکړی شي د ولس په منځ کې د افغاني سرې میاشتې بشري خدمتونو ته لارې چمتو کړي او د پېښو پر وخت ولایتي مسؤلینو ته په بیړه خبر ورکړي. نوموړي وویل، چې دغه استازي باید ولس وهڅوي، چې له افغاني سرې میاشتې سره اوږه په اوږه ودرېږي، بډایه وګړي چمتو کړي، چې افغاني سرې میاشتې ته لاس ورکړي؛ ترڅو افغاني سره میاشت د دوی په مرستو د اړمنو پر وخت لاسنیوی وکړي او د افغاني سرې میاشتې مالي ملاتړ پیاوړی شي. نوموړي د ولایتي مجامعو د تشکیل په تشریح کې وویل، چې د هرې ولسوالۍ پینځو غړو کې به یو عالم مشر، درې قومي مشران او یو د ځوانانو استازی شتون لري، چې هره میاشت به خپلمنځي ناستې لري او اړوندو ستونزو ته به حل لاره مومي غونډه کې د لغمان د ولایتي مجامع یو تن غړي ګل لالا ذاهد د افغاني سرې میاشتې له عمومي رئیس مننه وکړه، چې لغمان ولایت ته یې څه موده وړاندې د سختو سیلابونو پر وخت هم سفر کړی و او سیلاب ځپلو وګړو ته یې د پراخې مرستې لاس ورکړی و. نوموړي وویل، چې د ټولنې په منځ کې د افغاني سرې میاشتې د استازو د ایجاد پروسه به ډېره اغېزمنه وي، یاد استازي به له خپلو مسؤلینو سره تل اوږه په اوږه درېږي او هغسې چې اصول او لازمه وي د ولس په منځ کې به د افغاني سرې میاشتې شفافو بشري مرستو ته زمینه برابروي. نوموړي وویل چې په تېر یو کال کې په لغمان ولایت کې د افغاني سرې میاشتې ټول فعالیتونه اغېزمن، پر وخت او شفاف و او توانیدلې، چې لرې پرتو غرنیو سیمو ته ورسېږي او اړمنو ته د مرستې لاس ورکړي. ورپسې بل غړي مولوي کشمیر خان په خپلو خبرو کې وویل، چې په لغمان کې د افغاني سرې میاشتې له لوري بشري خدماتو ته له ولسوالیو د استازو د ټاکنې انتخاب یو پر ځای او لازم ګام دی، مونږ د افغاني سرې میاشتې د مرستې د ویش له شفافیت ډاډمن یو او تل مرستې حقیقي اړمنو ته رسیدلې.

 

لغمان کې په ټولنه کې د افغاني سرې میاشتې د استازو پرانیست غونډه ترسره شوه!

 

لغمان کې په ټولنه کې د افغاني سرې میاشتې د استازو پرانیست غونډه ترسره شوه!

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۵:۴۳
Background image

ننګرهار؛ تېره یوه میاشت کې زرګونه ناروغان له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي

شنبه، ۲۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د ننګرهار ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۳۶۳۳۰ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۱۳:۵۱
Background image

کونړ؛ د ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د استنادي دېوال پروژه پیل شوه

جمعه، ۱۹ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت د دانګام ولسوالۍ په بیداد کلي کې د ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د کار په بدل کې د نغدو پیسو پروژه پیل شوه.

د دې پروژې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۱۳:۴۷
Background image

فراه؛ د افغاني سرې میاشتې فوټسال لوبډلې د دلارام ولایتي جام اتلولي خپله کړه

جمعه، ۱۹ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د فراه ولایت نماینده ګۍ د فوټسال لوبډلې د دلارام ولایتي جام سیالیو په پایلوبه کې د غوره لوبې په ترسره کولو سره د یاد جام اتلولي خپله کړه.

. . .

BACK TO NEWS