لغمان ولایت کې د اورلګېدنې له امله پر زیانمنې شوې کورنۍ د غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه!
لغمان ولایت کې د اورلګېدنې له امله پر زیانمنې شوې کورنۍ د غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه!
نن پنجشنبه د شوال د میاشتې پر ۱۹مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د لغمان ولایت د مرکز مهترلام اړوند د شمټیو په سیمه کې د اورلګېدنې له امله له یوې زیانمنې شوې کورنۍ سره ۵ قلمه د غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه، چې یوه خېمه، ۷ کمپلې، ۱ ترپال، ۱ سیټ د پخلنځي توکي او ۲ د اوبو بوشکې په کې شاملې وې.
