فراه!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۵ - ۹:۴
فراه!

افغاني سره میاشت د هېواد په هغو سیمو کې چې وګړي یې روغتیایي خدماتو ته لاسرسی نه لري؛ د ګرځنده روغتیایي ټيمونو له لارې روغتيايي وړيا خدمات ترسره کوي، يو له دغو ټيمونو په فراه ولايت کې د افغاني سرې میاشتې ګرځنده روغتیایې ټیم دی، چې له تیرې یوې اونۍ راهیسې يې د ګلستان ولسوالۍ په لرې پرتو سيمو کې ټولټال ۱۳۲۲ تنو ته په وړيا توګه روغتیایي خدمات ترسره کړي، چې له دې جملې یې د ۵۳۲ ناروغانو کتنه او درملنه کړې، ۱۷ ټپيان یې پانسمان کړي، ۷۶ ښځینه ناروغانو ته یې د ولادت په برخه کې روغتیایې خدمات وړاندې کړي، ۵۷ ماشومانو او ښځو ته یې بېلا بېل واکسینونه تطبیق کړي. په ورته مهال یې ۶۴۰ هېوادوالو ته د روغتيا ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړی.

p

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۸:۵
Background image

تخار؛ ۵۰ سېلاب ځپلې کورنۍ د ۵۲۵ زره افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې

چهارشنبه، ۱ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت په نمک‌ آب او چال ولسوالیو کې ۵۰ سېلاب ځپلې کورنۍ د ۵۲۵ زره افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې.

یاده مرسته د ملي ټولنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۴۸
Background image

ارزګان او لغمان کې له ۳۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره شاوخوا ۳.۷ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه

چهار شنبه، ۱ محرم ۱۴۴۸ هـ ق

د افغاني سرې میاشتې له لوري د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ او خاص ارزګان ولسوالۍ کې له ۲۵۰ او د لغمان ولایت په مرکز مهترلام او علینګار ولسوالۍ کې له ۱۰۰. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۶
Background image

کابل؛ ۴۰ رغېدلي رواني ناروغان خپلو کورنیو ته وسپارل شول

چهارشنبه، ۱ محرم الحرام ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د روغتیا ریاست اړوند د کابل د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز څخه ۴۰ تنه رغېدلي رواني ناروغان، چې ۲۸ تنه یې نارینه او ۱۲ تنه. . .

BACK TO NEWS