فاریاب؛ د کوچنیو کاروبارونو او بازار موندنې څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۱:۱۱
pr

چهارشنبه، ۲ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د فاریاب ولایت په مرکز میمنې او د قیصار ولسوالۍ کې د کوچنیو کاروبارونو او بازار موندنې تر عنوان لاندې څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ، چې ۳۵۰ تنو پکې ګډون درلود، په بریالیتوب سره پای ته ورسېد.
په ورکشاپ کې ګډونوالو ته د کوچنیو کاروبارونو د پیل، له پېرودونکو سره د غوره چلند او ښو اړیکو په درلودلو، بازار موندنې او د کاروبار د مالي پلان د جوړولو په اړه په عملي او نظري بڼه معلومات ورکړل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۱۲:۲۳
Background image

پنجشېر؛ د غر ښویېدنې له امله له ۲ زیانمنو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

شنبه، ۳ جمادی‌ الآخره ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پنجشېر ولایت د عنابې ولسوالۍ په تاواخ کلي کې د غر ښویېدنې له امله له دوو زیانمنو کورنیو سره ۳۲ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه.

د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۱۱:۶
Background image

بادغیس کې ۷۵ تنه د ولايتي مجامعو د نويو غړو په توګه وټاکل شول

شنبه، ۳ جمادی الآخره ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري په بادغیس ولایت کې د ولایتي مجامعو د نويو غړو د ټاکلو ۱۸ ورځنی بهیر بشپړ شو.

د دغه بهیر په ترڅ کې د بادغیس ولایت په ۹ ولسوالیو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۱۰:۵۶
Background image

کابل؛ د مالي او عوایدو مدیرانو ۱۵ ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

شنبه، ۳ جمادى الآخره ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د مالي ریاست له لوري، د ناروې سره صلیب په مالي ملاتړ د بلخ، هرات، کندهار او کندز سیمه‌ ییزو زونونو او اړوندو نمایندګیو ۳۰ تنو مالي او. . .

BACK TO NEWS