غور ولایت کې پر ۴۵۰ اړمنو او بېوزلو کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۳ - ۱۵:۵۷
خبرونه

غور ولایت کې پر ۴۵۰ اړمنو او بېوزلو کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه!

نن پنجشنبه د رجب د میاشتې پر لومړۍ نېټه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د غور ولایت د دولینه ولسوالۍ د بېلابېلو کلیو پر ۴۵۰ اړمنو او بېوزلو کورنیو ۲ قلمه د غیر خوراکي توکو تر څنګ په ټولیز ډول ۶۷.۹۵۰ ټنه د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.

یاده مرسته چې د ترکیې هېواد د سرې میاشتې له لوري چمتو شوې وه، هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو اوړه، ۲۴.۵ کیلو وریژې، ۱۰ لیټره غوړي، ۸ کیلو لوبیا، ۵ کیلو بوره، ۲ کیلو مالګه، ۱ کیلو شین چای، نیمه کیلو بیسکوټ، ۴ کمپلې او یوه د روغتیا ساتنې بسته ورکړل شوه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۲۲
Background image

سرپل کې ۵۰۰ کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ورکړل شوه

شنبه، ۲۲ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د سرپل ولایت د مرکز اړوند د بالاکېنت سیمې او سانچارک ولسوالۍ ۵۰۰ راستنو شویو او سېلاب ځپلو کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱۹
Background image

نورستان کې څه باندې ۴۸۰۰ ناروغان د افغاني سرې میاشتې له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي دي

شنبه، ۲۲ ذو القعده ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د نورستان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۳۳۴۳ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۷:۴۹
Background image

پکتیا کې ۷۵۰ داخلي بېځایه شويو کورنيو نغدي مرستې ترلاسه کړې

پنجشنبه، ٢٠ ذوالقعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیا ولایت د ډنډِ پټان ولسوالۍ ۷۵۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ۸ میلیونه او ۲۵۰ زره افغانیو نغدي مرسته ترلاسه کړه.

دغه مرسته، چې. . .

BACK TO NEWS