غور:
              د غور ولایت ساغر ولسوالۍ کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۵۰۰ وچکالۍ ځپلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه. دغه مرسته چې نړیوال فدراسیون چمتو کړې وه؛ په کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۲۴.۵ کیلو وریژې، ۱۰ لیتره غوړي، ۵ کیلو بوره، ۱ کیلو شین چای او یو شمېر نور توکي وویشل شول.
