غزني
د رضاکارانو ظرفیت لوړونه د افغاني سرې میاشتې له بنسټیزو موخو ګڼل کیږي، په همدې تړاو نن دوشنبه د جمادی الاولی په ۱۸مه د افغاني سرې میاشتې له لورې په غزني ولایت کې ۲۵ تنه رضاکارانو ته د افغاني سرې مياشتې او غورځنګ پيژندنې او خلکو سره د چال چلند اړوند، دوه ورځنى ورکشاپ پیل شو.
