غزني ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۳۰۰ کورنیو سره مرسته ترسره شوه!
نن پنجشنبه د روان ۱۴۴۳ سپوږمیزکال د رمضان المبارک میاشتې پر ۲۷ مه نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري غزني ولایت کې ۳۰۰ اړمنو او بېوزلو کورنیو ته مرسته ووېشل شوه. یاده مرسته، چې د ترکې هېواد له لوري چمتو شوې وه؛ هرې کورنۍ ته په کې ۵۰ کیلو اوړه، ۱۰ لیتره غوړي، ۷ کیلو مکروني، ۲ کیلو ترمیده اوړه، ۱ پاکټ مالګه او ۱ قوطی رُب شامل وو.
