غزني؛ له ۱۰۰۰ راستنو شوو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
یکشنبه، ۲ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري په غزني ولایت کې له ۱۰۰۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو سره د بېړني لاسنیوي په موخه پنځلس میلیونه (۱۵،۰۰۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته وشوه، چې هرې کورنۍ ته ۱۵ زره افغانۍ ورکړل شوې.
