غزني:
نن د ذوالحجې پر ۱۲مه د غزني ولایت د مرکز او د مقُر، ګیلان او زنخان د ولسوالیو د یو شمېر کلیو ۱۰۴ سیلاب ځپلو کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې له لوري ټولټال د ۷۲۸ کمپلو، ۱۰۴ خیمو، ۲۰۸ د اوبو د بوشکو، ۱۰۴ ترپالونو او هرې کورنۍ ته د پخلنځي د ۱۳ عدده توکو مرسته وویشل شوه.
