عمومي رئیس د نړیوال فدراسیون له نوي سرپرست سره د کډوالو د ستونزو د حل په موخه وکتل

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۸ - ۱۶:۴
عمومي رئیس د نړیوال فدراسیون له نوي سرپرست سره د کډوالو د ستونزو د حل په موخه وکتل

شنبه، ۶ ربیع الأول ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د افغانستان لپاره د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون له نوي سرپرست مسئول ښاغلي جُی سینګال او د نوموړي له مرستیال ښاغلي احمد سلیمان سره راستنېدونکو کډوالو ته د بشري مرستو برابرولو په موخه وکتل.
کتنه کې د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس د کاري شریکانو په ځانګړې توګه د نړیوال فدراسیون د مرستو مننه وکړه او راستنېدونکو کډوالو ته بېړنۍ مرستې، روغتیايي خدمتونه، د څښاک پاکې اوبه او  لنډ مهاله سرپناه برابرول یې د افغاني سرې میاشتې لومړیتوبونه وګڼل. نوموړي زیاته کړه، چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا د بېرته راستنېدونکو هېوادوالو شمېر زیات شوی او پراخو بشري مرستو ته اړتیا لري.
ښاغلي سینګال د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو د حل، هغوی ته د پخو خوړو برابرولو، بېړني لاسنیوي او د افغاني سرې میاشتې له لارې د خپلو مرستو د جاري ساتلو ژمنه وکړه، څو په ګډه د کډوالو او بې وسه وګړو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۶:۵۳
Background image

جوزجان کې د افغاني سرې میاشتې له ښوونیز مرکز څخه ۸۳ زده کوونکي فارغ شول

پنجشنبه، ۲۳ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د جوزجان ولایت د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۸۳ زده کوونکي د اسلامي زده کړو، انګلیسي او دري ژبو، کمپیوټر او ریاضي په برخو کې د درې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۶:۴۲
Background image

کندز: افغاني سرې میاشتې د شمال ختیځ زون په انګړ کې ۳۰۰ ونې کېنولې

پنجشنبه، ۲۳ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې کندز ولایت کې د شمال ختیځ زون ریاست په انګړ کې ۳۰۰ اصله مېوه لرونکې او غیر مېوه لرونکې ونې کېنولې.
دغه ونې د چاپېریال ساتنې او زرغونتیا په موخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۱۵
Background image

هرات کې زرګونه ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتیايي خدمتونو برخمن شوي دي

پنجشنبه، ٢٣ رمضان ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د هرات ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ١٣١٤٨ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

BACK TO NEWS