عمومي رئیس: د بلخ زلزله ځپلو ته په وخت رسېدنه کې د کارکوونکو او رضاکارانو هڅې ستایم

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۶
mnbh

پنجشنبه، ۲۲ جمادی الأولی ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس، ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د یو پلاوي په ملتیا بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شمال زون ریاست، د بلخ نمایندګۍ او د مرستون له کارکوونکو سره د دوی هڅونې په موخه وکتل.
کتنه کې ښاغلي دلاور په بلخ کې د وروستۍ زلزلې له امله زیانمنو شوو کورنیو ته د کارکوونکو او رضاکارانو پر وخت رسېدنې خوښي وښوده، د دوی هڅې یې وستایلې او زیاته یې کړه: د بلخ زلزله ځپلو ته په وخت رسېدنه کې د کارکوونکو او رضاکارانو هڅې ستایم.
نوموړي په خپلو خبرو کې مسؤولینو ته وویل: تاسو ټول باید د پوره اخلاص، صداقت او ایماندارۍ له مخې خپلې دندې ترسره  کړٸ او د پېښځپلو ستونزو رسېدنې ته لومړیتوب ورکړٸ.
 پای کې ښاغلي دلاور، زلزله ځپلو ته د ښه خدمت او په وخت رسېدنې په پار د شمال زون ریاست، نماینده ګۍ او مرستون کارکوونکو او رضاکارانو د هڅونې په موخه دوی ته یوه اندازه نغدي مرسته هم ووېشله.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۱۵
Background image

بغلان؛ ۱۱۷ کاریګرو ته د کار په بدل کې ۱ میلیون او ۸۴۵ زره افغانۍ ووېشل شوې

پنجشنبه، ۱۱ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د انارخېلو سیمې ۱۱۷ مسلکي او غیر مسلکي کاریګرو ته د کار په بدل کې ۱ میلیون او ۸۴۵ زره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۵۰
Background image

کابل، بادغیس؛ ۲۵۸ زده‌ کوونکي له ښوونیزو مرکزونو فارغ شول

پنجشنبه، ۱۱ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ولایت د حصه‌ اول خیرخانې د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۱۳۸ تنه او د بادغیس ولایت له ښوونیز مرکز څخه ۱۲۰ تنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۷:۹
Background image

هرات کې څه باندې ١٨ زره ناروغان له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي

پنجشنبه، ۱۱ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د هرات ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۶۵۸۶ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

BACK TO NEWS