سمنګان ولایت کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري ۳۰۰ اړمنو کورنیوته مرسته ووېشل شوه!
نن چهارشنبه د روان ۱۴۰۰ لمریزکال د کب پر ۷ مه نېټه د سمنګان ولایت اړمنو کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه. یاده مرسته چې د ترکیې هېواد د سرې میاشتې له لوري چمتو شوې وه په کې ۲۵ کیلو اوړه، ۵ کیلو وریژې، ۱ کیلو چای، ۴ قوطي کنسرلوبیا، ۴ قوطي نخود، ۵ لېټره غوړي او یوه بوجۍ ژمنۍ البسه شامل وو، د سرې میاشتې د شمال زون رییس ښاغلي مولوي یارمحمد "فاروقي" او د ترکیې هېواد د سرې میاشتې د استازي په شتون کې ووېشل شول.


