سمنګان؛ ۳۰۰ بېوزله کورنیو ته خوراکي توکي ورکړل شول

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۰:۵۱
sa

چهارشنبه، ۱۹ جمادی الآخره ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د سمنګان ولایت په روی دو آب ولسوالۍ کې له ۳۰۰ اړمنو او بېوزله کورنیو سره د بېوزلۍ د کچې را کمولو په موخه  ۳۱.۵ ټنه د خوراکي توکو مرسته وکړه.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰۵ کیلو خوراکي توکي ورکړل شول، چې اوړه، غوړي وریژې، بوره، نخود، مکروني، رُب او خُرما په کې شامله وه.
همدا راز، هرې کورنۍ ته د روغتیا ساتنې په موخه ۳ چکۍ د لاس مینځلو صابون هم ورکړل شو.
دغه مرسته به د یادو کورنیو لپاره د لنډمهاله خوراکي اړتیاوو په پوره کولو کې اغېزمنه تمامه شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۴:۰
Background image

میدان وردګ؛ له ۳۲۱ راستنو شویو او بې‌ سرپرسته کورنیو سره ۲۴.۳ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۳ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت په مرکز، میدان ښار، کې له ۲۸۰ راستنېدونکو کډوالو او ۴۱ بې‌ سرپرسته کورنیو سره ۲۴.۳ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۷:۳۸
Background image

بامیان؛ ۲۳ کارکوونکو او رضاکارانو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ پای ته ورسېد

چهارشنبه، ۲۲ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بامیانو ولایت په نمایندګۍ کې ۲۳ تنو کارکوونکو او رضاکارانو ته د ظرفیت لوړونې دوه ورځنی ورکشاپ د تصدیق‌ پاڼو په وېشلو پای ته ورسېد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۴:۳۷
Background image

کابل؛ د زړه او رواني ناروغانو لپاره د درملو د برابرولو په اړه خبرې وشوې

چهارشنبه، ۲۲ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس، ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور، په خپل کاري دفتر کې له یو شمېر ازبکستاني سوداګرو سره د زړه او رواني ناروغانو لپاره د اړتیا. . .

BACK TO NEWS