سرپل کې څه باندې ۷۵۰۰ ناروغانو ته روغتيايي اسانتياوې برابرې شوې دي
سې شنبه، ۲۵ جمادى الآخره ١۴۴٧
د افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د سرپل ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٢٧٩٧ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې، ټپونو د پانسمان، واکسینونو د تطبیق، خوارځواکۍ، له زېږون وړاندې او وروسته د اړینو روغتیايي مشورو او
کورني پلان د تنظیم ترڅنګ ٥٠٤٧ ناروغانو ته د لازمو روغتیايي مشورو وړاندې کولو برخه کې خدمتونه ترسره کړي دي.
