سرپرست عمومي رئیس هرات کې د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون له مرستیال سره وکتل

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۲:۳۱
سرپرست عمومي رئیس هرات کې د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون له مرستیال سره وکتل

یکشنبه، ۳ محرم الحرام ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او مل پلاوي هرات ته د خپل سفر په لړ کې د افغانستان لپاره د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون له مرستیال ښاغلي احمد سلیمان سره تازه راستنېدونکو کډوالو ته د ترسره کېدونکو خدمتونو د پراخوالي په موخه وکتل.

کتنه کې سرپرست عمومي رئیس د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون د استازو شتون د راستنېدونکو کډوالو په منځ کې مهم وباله او ویې ویل، له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنېدونکي کډوال په ګڼو ستونزو کې دي، خو دا د خوښۍ ځای دی چې د افغاني سرې میاشتې له لوري د کډوالو په پنډغالو کې د مؤظفو کارکوونکو او رضاکارانو لخوا دوی ته د پخو خوړو، د څښاک پاکو اوبو او روغتیایي چوپړتياوو ترڅنګ بېلابېل خدمتونه له ځنډ پرته وړاندې کېږي.

دغه راز ښاغلي دلاور د راستنېدونکو کډوالو په پنډغالو په ځانګړې توګه د اسلام قلعه په پنډغالي کې د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو او رضاکارانو هڅې او زحمتونه وستایل او د لا ډېرې پاملرنې هیله یې وښوده.

د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون مرستیال د افغاني سرې میاشتې له لوري کډوالو ته په پنډغالي کې پر روانو او ترسره شوو بشري خدمتونو خوښي وښوده او دغه خدمتونه یې د راستنېدونکو کډوالو لومړنیو ستونزو ته د ځواب وینې برخه کې مهم یاد کړل او د بشپړې همکارۍ ژمنه یې وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۴:۱۲
Background image

کابل؛ د رسنیو د څار درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

یکشنبه، ۲۶ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د اطلاعاتو او خپرونو ریاست له لوري د سیمه‌ ییزو دفترونو، نماینده‌ګیو او مرکزي دفتر نشراتي کارکوونکو لپاره د رسنیو د څار او نقشې جوړونې په اړه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۹:۲۷
Background image

نیمروز کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

شنبه، ۲۵ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د نیمروز ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۹۸۷ تنو ناروغانو ته د معاینې، درملو د ورکړې، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۴:۰
Background image

میدان وردګ؛ له ۳۲۱ راستنو شویو او بې‌ سرپرسته کورنیو سره ۲۴.۳ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۳ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت په مرکز، میدان ښار، کې له ۲۸۰ راستنېدونکو کډوالو او ۴۱ بې‌ سرپرسته کورنیو سره ۲۴.۳ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه.

. . .

BACK TO NEWS