سرپرست عمومي رئیس د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون مرستیال سره د بشري مرستو د پراختيا او همغږۍ په موخه وکتل

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۶:۱۵
سرپرست عمومي رئیس د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون مرستیال سره د بشري مرستو د پراختيا او همغږۍ په موخه وکتل

کابل - چهارشنبه، ۲۰ محرم الحرام ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌الدین دلاور د افغانستان لپاره د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون له مرستیال احمد سلیمان سره په خپل کاري دفتر کې د بشري مرستو د پراختیا او په چارو کې د همغږۍ د پیاوړتیا په موخه وکتل.

کتنه کې ښاغلي دلاور د افغانانو د اوسني وضعیت او د اړمنو او بې سرپرسته کورنیو د لاسنیوي پر لارو چارو خبرې وکړې، نوموړي زیاته کړه چې  افغاني سره میاشت د محدودو امکاناتو په لرلو سره نشي کولی څو په یوازې ځان د اړمنو اړتیاوې پوره کړي، له همدې امله له نړیوال فدراسیون غوښتنه کوو څو د نورو نړیوالو ملي ټولنو او مرستندویه بنسټونو له لارې د مرستو د جلب زمینه برابره کړي.

ښاغلي احمد سلیمان د بې‌وسه وګړو لاسنیوی د ټولو ګډ مسؤلیت وباله او ژمنه یې وکړه چې نږدې راتلونکي کې به د یو شمېر نړیوالو ملي ټولنو له مسئولینو سره انلاین ناسته برابره کړي، څو د همکاريو پر لارو چارو د بحث تر څنګ اړمنو ته د منظمو او اغېزمنو مرستو زمینه برابر شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۳
Background image

تخار؛ د ۷۹ کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره څه باندې یو میلیون افغانۍ مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت په بهارک او اشکمش ولسوالیو کې ۷۹ کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا لپاره د دویم پړاو په لړ کې ۱ میلیون او ۲۷ زره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۶:۲۴
Background image

کندز؛ له ۱۲ راستنو شویو کورنیو سره د لنډمهالې سرپناه لپاره د خېمو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ښار په بېلابېلو ناحیو کې له ۱۲ راستنو شویو کډوالو کورنیو سره د خېمو مرسته وشوه.

یادې کورنۍ د استوګنې له ستونزو سره مخ وې، چې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۲۷
Background image

هرات؛ ۳ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۹۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت د پشتون زرغون ولسوالۍ د قلعه نوک او طاغونکوه کلیو ۳ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۹۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه.

یاده مرسته د. . .

BACK TO NEWS