سرپرست عمومي رئیس د سېلاب خیریه بنسټ له مشر سره اړمنو ته د بشري مرستو برابرولو په موخه وکتل

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۳:۳۰
خبرونه

سرپرست عمومي رئیس د سېلاب خیریه بنسټ له مشر سره اړمنو ته د بشري مرستو برابرولو په موخه وکتل

سه شنبه، ۶ ذوالحجه ۱۴۴۶
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د سېلاب خیریه بنسټ له مشر ښاغلي سید احمد سېلاب سره په خپل کاري دفتر کې له افغاني سرې میاشتې سره په همغږۍ د اړمنو ستونزو ته پر وخت د رسېدنې او مرستو د چمتو کولو په موخه وکتل. 

کتنه کې د اړمنو وګړو د ورځني ژوند د ښه والي او د هغوی اړتیاوو ته د ځواب وینې اړوند موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وشوې او هم یې دې برخه کې پر ګډو همکاریو نظرونه تبادله کړل.

 په پای کې دواړو لوریو د ګډو خدمتونو د وړاندې کولو په هکله د لازمې همکارۍ او همغږۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۶:۵۳
Background image

جوزجان کې د افغاني سرې میاشتې له ښوونیز مرکز څخه ۸۳ زده کوونکي فارغ شول

پنجشنبه، ۲۳ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د جوزجان ولایت د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۸۳ زده کوونکي د اسلامي زده کړو، انګلیسي او دري ژبو، کمپیوټر او ریاضي په برخو کې د درې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۶:۴۲
Background image

کندز: افغاني سرې میاشتې د شمال ختیځ زون په انګړ کې ۳۰۰ ونې کېنولې

پنجشنبه، ۲۳ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې کندز ولایت کې د شمال ختیځ زون ریاست په انګړ کې ۳۰۰ اصله مېوه لرونکې او غیر مېوه لرونکې ونې کېنولې.
دغه ونې د چاپېریال ساتنې او زرغونتیا په موخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۱۵
Background image

هرات کې زرګونه ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتیايي خدمتونو برخمن شوي دي

پنجشنبه، ٢٣ رمضان ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د هرات ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ١٣١٤٨ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

BACK TO NEWS